د انټرسېپټ په نامه یوې نشريې د نړیوالو شنونکو او تحلیل کوونکو په حواله ویلي، پر افغانستان د امریکا اقتصادي بندیزونه به تر شل کلنې جګړې ډېر زیانونه واړوي.
دغه تحلیل کوونکو ټینګار کړی، چې د امریکا اقتصادي بندیزونو د میلیونونو افغانانو ژوند ته خطر جوړ کړی دی.
سرچینې ویلي، که بندیزونه دوام وکړي، نو دا به تر شل کنلې جګړې ډېر افغانان زیانمن کړي.
دغه شنونکو په ټینګار سره زیاته کړې، له همدې امله امریکا ته پکار ده، چې بشري حقونه رعایت کړي او د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي.
د یادونې ده، چې تر دې وړاندې هم ګڼو نړیوالو سرسنیو په خپلو تحلیلونو او راپورونو کې ویلي، امریکا دې به افغانستان کې د روان ناورین د پراختیا سبب نه ګرځي او له خلکو سره دې هر اړخیزه مرسته وکړي.
افغان حکومت هم په ځلونو له امریکا غوښتي چې د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ ازادې کړي او اجازه ورکړي چې افغانان په خپل هېواد کې سوکاله او ارام ژوند غوره کړي.
همدارز څو ځلې عامو افغانانو لاریون هم کړی او له امریکا یې غوښتي، چې د افغان ولس کنګل کړې پیسې خوشي کړي او نور دې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه نه کوي.
باید و ویل شي، چې د طالبانو له واک ته رسېدو سره سم امریکا د افغانستان څه باندې ۹ میلیارده ډالره پانګه کنګل کړې ده.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/25616